د فرهنګي کمېټې له لورې د محصلينو نړيواله ورځ په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.


په ياده غونډه کې د دې موسسې له بنسټګر، رئيس، مرستيالانو، استادانو او اداري کارکونکو سربېره ګڼ شمېر محصلينو هم برخه لرله، د غوندې په پیل کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رئيس ښاغلي خوشحال جواد محصلينوته د دوي د نړيوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ددې ورځې د تاريخچې او ارزښت په تړاو هم خبرې وکړېنوموړي د خپلو خبر پرمهال زياته کړه غوره درسي چاپيريال او د درسي کيفيت لوړوالی زموږ لومړيتوب دی او په دې برخه کې به ستاسې لپاره ښې اسانتياوې برابرې او شته امکانات به لاغني کړو.په غوڼده کې د محصلينو په استازيتوب د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل امجد خاورين ددې ورځې په اړه خپلې ليکلې مقاله وړاندې کړه او ترڅنګ يې د محصلينو له لورې، شعرونه، ترنم او تمثيلي پارچه هم وړاندې شوه، چې د ګډونوالو د خوښۍ وړ وگرځېدل. ياده غونډه کې استاد سيد اکرام پاچا د دعايې ترڅنګ محصلينو مسولیتونه اسلام له نظره هم روښانه کړل.ديوډاډمن راتلونکي پر لور د خپرونو امريت