د څېړنې لومړیتوبونه او پارامټرونه

د څېړنې لومړیتوبونه:

زموږ د موخو، لرلید او ماموریت د بیان پر بنسټ زموږ د څېړنې لومړیتوبونه دواړو پوهنځیو ته د برابرو فرصتونو وړاندې کول دي، څو د استادانو، محصلینو او د څېړنې څانګې د څېړنیزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره خپلو ستراتېژیکو لارو چارو ته پراختیا ورکړي او دواړو پوهنځیو ته د څېړنیزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د مناسب ځای او لارښوونو په وړاندې کولو سره شې اسانتياوې او مرستې برابرې کړي.

زموږ د څېړنې پارامټرونه

  • موږ د ښکیلو اړخونو او ټولنې لپاره اړينې او حیاتي څېړنې وړاندې کوو.
  • موږ د پلي شوې میتودولوژۍ پر بنسټ څېړنیز فعالیتونه ترسره کوو، څو د سوداګرۍ، حقوقو او سیاسي علومو په برخو کې د ټولنیزو او سازماني ستونزو لپاره د حل لارې چارې برابرې کړو.
  • موږ د شرایطو پر بنسټ لارې چارې برابرو او دې لارو ته وده ورکوو، څو وکولای شو چې محصلینو او ټولنې ته  په غوره توګه لارښوونه وکړو.