بنسټيز ارزښتونه

وړتیا او ښه والی. په تدریس، څېړنه،تحصیلي بورسونه (سکالرشپونه)، تخلیقي هلوځلو، د محصلینو لپاره د خدمتونو، او د موسسې په ټولو عملیاتي چارو کې وړتیا او ښه والی په دوامداره توګه د التقوی موسسه دې ته هڅوي، چې د سازماني اغیزناکتوب او ګټورتیا څخه ډاډ ترلاسه کړي.

رښتینولي.  التقوی د لوړو زده کړو موسسې له ټولو غړو څخه تمه کېږي، چې رښتیني اړیکې او نیک اخلاقي سلوک ولري او د خپلو ویناوو او کړنو په برخه کې ځواب ویونکي و اوسي.

درناوی. په ياده اداره  کې باید له هر شخص سره په درناوي او عزت سره سلوک وشي او په هر حالت کې ورسره په برابره توګه چال چلند وشي.

تنوع. التقوی د لوړو زده کړو موسسه کې د باکیفیته ښوونې او روزنې لپاره د اړین فکتور په توګه د خلکو نظریاتو ته پراخ هرکلی او ملاتړ کېږي او محصلین به د لوړ کیفیت لرونکي ښوونیزو پروګرامونو او خدمتونو ته معقول او مناسب لاس رسۍ ولري.

رهبري.  التقوی د لوړو زده کړو موسسه په دې هڅه کې ده، چې په محصلینو کې د رهبرۍ د ځانګړتیاوو د پیاوړي کولو او د علمي هیيت، کارکونکو او محصلینو په منځ کې د رهبرۍ مهارت د پراختیا لپار کره درسي پروګرامونه چمتو او ګډ فرصتونه برابر کړي.