د موسسې په اړه

د التقوا د لوړو زده کړو موسسه (ATIHE) د سوداګرۍ/تجارت او حقوقو په څانګو کې یو مخکښه موسسه ده،  چې د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په شپږمه نیټه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې تاسیس شوه او له ننګرهار ولایت څخه بهر هم د خلکو په منځ کې له خورا ښه نوم او اعتبار څخه برخمنه ده. دا موسسه د اقتصاد، اداره او تجارت، حقوق او ټولنیزو علومو په برخه کې د لا پراختیا او وړتیا په پام کې نیولو سره له حکومت سره هم د یو با کیفیته او علمي مرکز په توګه رسمیت لري. د ريیسه هیيت بورډ (board of governors) هم د یوې پالېسۍ جوړوونکې ادارې په توګه تشکیل شوی، چې د موسسې د اوږدمهالو موخو ترلاسه کولو په برخه کې په روښانه توګه لارښوونې وړاندې کوي. نوموړی بورډ د نومیالیو استادانو، د ښوونې او روزنې نامتو متخصصینو، د شرکتونو مدیرانو ، صنعتکارانو او له بیلابیلو ولایتونو څخه د حکومتي ادارو له استازو څخه جوړ شوی دی. اداري بورډ یوه محرکه او مجربه اداره ده چې د بېلابېلو مهارتونو او تجربو لرونکي دي، چې موسسې ته په هغه لورې لارښوونه کوي، چې د  پراختیا او اغیزناکتوب امکانات پکې شتون لري.

دا موسسه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو د بهیر لپاره هم نومانده ده او له لومړي پړاو څخه په بریالی توګه تیره شوې او له وزارت څخه د اعتبار ترلاسه کولو لپاره کار کوي، درجه بندۍ د تطبیق کولو د وضعیت، د کیفیت  تضمین د معیارونو، د تدریس کیفیت او د څېړنې د فعالیتونو پر بنسټ ترسره شوې. دا موسسه یواځې یو مالک لري چې علمي پرمختګ ته د رسېدو په موخه موسسه ددې جوګه کوي، چې په علمي  نړۍ کې هرې لازمې پراختیا ته په چټګه توګه او په وخت سره ځواب ووايي.

دا موسسه د محصلیونو د پوهې او تخصصي مهارت د کچې د لوړولو په موخه  فعالیت کوي، څو هغوی په دې وتوانوي چې د هېواد او نړۍ په کچه اوسني مارکیټ کې له نورو سره سیالي وکړي. چې موسسې دغه موخه  په بریالی توګه ترلاسه کړې ده او ددې سره سره، د وخت په تېرېدو سره خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکوي. اوسمهال موسسه د اقتصاد، ادارې او تجارت، حقوقو او سياسي علومو په څانګو کې د لېسانس پروګرامونه  وړاندې کوي. ټول پوهنځي په علمي وړتیا سمبال دي او کولای شي، چې د همغږۍ او همکارۍ امکان رامنځته کړي او د پوهې د متقابلې ودې بهیر ګړندي کړي. موسسه اوسمهال د زده کوونکو لپاره داسې پوهنځي لري چې مجهز حقوقي کلینیک، بډایه برېښنايي کتابتون، محهز کمپيوټر ليب، د ښځینه محصلینو لپاره د ټرانسپورټ اسانتيا، مسجد، کفیتریا اود درسي موادو د فوتوکاپۍ لپاره ځانګړی ځای لري او په موسسه کې د اوسېدو پرمهال محصلینو ته اړینې اسانتیاوې برابروي.

د نړیوالو اړیکو او ستراتېژیکو ايتلافونو د اهمیت په پام کې نیولو سره دا موسسه له ملي او نړیوالو همکارانو سره ډېره همکاري لري، په ځانګړې توګه، د نړیوالو اړیکو په برخه کې، موسسه د هسپانیې هېواد د بیرچم له پوهنتون او د پاکستان هیواد په پیښور ښار کې د اباسین له پوهنتون سره د تدریس، څېړنې، خپرونو او د محصلینواو استادانو ترمنځ د معلوماتو د شریکولو په برخه کې مهم پروګرامونه لري.

اوسمهال په دې موسسه کې ۴۷۵۳ تنه محصلین په بېلابېلو پروګرامونو کې په زده کړه بوخت دي. ددې موسسې د تاسیس کېدو له نېټې راهیسې ۸۷۰ تنه د اقتصاد، ادارې او تجارت، حقوقواو سياسي علومو له څانګو څخه فارغ شوي دي، چې اوس په بېلابېلو خصوصي او دولتي ادارو کې په خدمت کولو سره د دې موسسې استازیتوب کوي. ددې ټولو پرمختیاوو امکانات د هغو نارینه او ښځینه علمي کارکونکو له خوا برابرې شوي دي، چې له بېلابېلو ملي او نړیوالو پوهنتونونو څخه د دوکتورا، M.Phil، او ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړي دي او په خپلو اړوند څانګو کې پوره تجربې هم  لري. همدا راز همکار او وقف شوی اداري عمله هم په دې برخه کې رغنده رول لري او غواړي چې تدریس او د تعلیم وړاندې کولو بهیر ته لا زیاته پراختیا ورکړي، څو په دولت پورې محدود پاتې نشي.