د چانسلر پیغام

التقوی د لوړو زده کړو موسسه غواړي چې په افغانستان کې د څېړنې په برخه کې یو مخکښه موسسه و اوسي او د پوهې، روزنیزو پروګرامونو او څېړنو په ترسره کولو سره افغانانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه نوم او نښان ولري.

لکه څنګه چې موږ خپل راتلونکي ته ګورو دا په روښانه توګه په ډاګه کېږي، چې پوهنه به یوه مهمه سرچینه وي او په افغانستان او ټوله نړۍ کې به ډېر خلک د هغې په لټه کې وي، موږ غواړو داسې مفکورې وروزو چې زموږ خلکو ته یې ګټه ورسېږي او هغوی ته داسې ښوونه او روزنه ورکړو، څو په هغو برخو کې کار وکړي چې په هغه کې هم د  تخصصي پوهې او هم د څېړنې، اړيکو او  ستونزو د هوارولو په برخه کې د خپل ظرفیت په موخه درناوی وشي.  

موږ په افغانستان او نړۍ کې له نورو موسسو او ټولنو سره مرسته کوو څو تر ټولو ښه او د لاس رسۍ وړ ښوونیزې پایلې وړاندې کړو او له ټولنو سره د ودې او پایښت په برخه کې په اغېزناکه او ګټوره توګه کار کوو.

موږ د التقوی د لوړو زده کړو موسسې ته ستاسو د راتګ هر کلی کوو.

دوکتور عبدالطیف مل شینواری