هوکړه لیکونه (MOUs)

د التقوی د لوړو زده کړو موسسه له بېلابېلو ملي او نړیوالو تحصیلي ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، څو د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د خپلو محصلینو ، کارکوونکو او استادانو د ظرفیت کچه لوړه کړي.

په پېښور کې له اباسين پوهنتون سره هوکړه ليک

ياد هوکړه ليک د تېر ډسمبر په شلمه نېټه د التقوی د لوړو زده کړو موسسې، چې د افغانستان په جلال آباد ښار کې موقعیت لري او د اباسین پوهنتون ، چې د پاکستان په پیښور ښار کې موقعیت لري ترمنځ لاسلیک شوی، دا هوکړه ليک تر ۲۰۲۳ زیږدیز کال پورې اعتبار لري.

د اباسین پوهنتون  له موخو څخه یوه موخه داده چې په مستقیمه توګه یا د لوړو زده کړو د نورو ادارو په مرسته په پوهنتون کې د تحصیلاتو لپاره د ټکنالوژیکي، حقوقي او تخصصي زده کړو او څېړنې په شمول نورې اسانتیاوې برابرې کړي او د پوهې ترلاسه کولو او خپرولو او د پوهنیزې او فرهنګي ودې لپاره د هڅونې په بهیر کې په فعاله توګه ونډه واخلي.

د التقوی د لوړو زده کړو موسسې لويه موخه داده چې، د څېړنې په ګډون د حقوقو او سياسي علمو او اقتصاد، ادارې او سوداګرۍ په څانګو کې د لوړو زده کړو په برخه کې خدمتونه وړاندې کړي.

دواړه ادارې غواړې چې د تدریس، څېړنې، خپرونواو د خپلو محصلینو او استادانو په منځ کې ګډې اړیکې او پروګرامونه ولري؛ځکه نو، دواړه اړخونه په لاندې برخو کې د همکارۍ اړوند سره موافق او ژمن دي:

د همکارۍ برخې

په ګډه توګه د څېړنو ترسره کول، ګډې علمي خپرونې، د استادانو او محصلینو لپاره د پوهې او تجربو د شریکولو پروګرامونو وړاندې کول.

ګډه څېړنه

د مجلو او نورو خپرونو خپرول.

په ګډه توګه د ماسټرۍ تر کچې پورې د تدریسي پروګرامونو تنظیمول.

په ګډه توګه د ماسټرۍ پروژو څارنه.

د محصلینو لپاره د تجربو او پوهې د شریکولو پروګرامونه.

د استادانو لپاره د تجربو او پوهې د شریکولو پروګرامونه

د هسپانیې د بیرچم نړیوال پوهنتون سره هوکړه لیک

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسه او د هسپانیې د بیرچم نړیوال پوهنتون تر منځ هوکړه لیک د ۲۰۱۹ کال د فبروری په ۱۷ نیټه لاسلیک شوی.

د هسپانیې د بیرچم نړیوال پوهنتون موخه دا ده چې په مستقیمه توګه یا د لوړو زده کړو  د نورو ادارو په مرسته په پوهنتون کې د تحصیلاتو لپاره د ټکنالوژیکي، حقوقي، تخصصي زده کړې او څېړنې په شمول نورې ډېرې اسانتیاوې هم برابرې کړي او د پوهې د ترلاسه کولو او خپرولو او د پوهنیزې او فرهنګي ودې لپاره د هڅونې په بهیر کې رغنده ونډه واخلي.

د التقوی د لوړو زده کړو موسسې لويه موخه داده، چې د څېړنې په ګډون په  حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد کې د لوړو زده کړو په برخه کې خپلو هېوادوالوته خدمتونه وړاندې کړي.

دواړه ادارې غواړې چې د تدریس، څېړنې، خپرونو، محصلینو او استادانو په منځ کې ګډې اړیکې او پروګرامونه ولري.

ځکه نو، دواړه اړخونه موافق دي، چې د محصلینو لپاره د پوهې او معلوماتو د شریکولو پروګرامونه جوړ کړي، ګډې څېړنې تر سره کړي، په ګډه توګه د ماسټرۍ  د پروژو څارنه وکړي، د استادانو لپاره د پوهې او تجربو د شریکولو پروګرامونه تنظیم کړي او د هسپانیې په هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو د تعقیبولو په برخه کې له محصلینو سره مرسته او همکاري وکړي.

د شایق رسنیز مرکز سره هوکړه لیک

د التقوی د لوړو زده کړو موسسه د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د جنوری په ۲۶ مه نیټه په ننګرهار ولایت کې د شایق له راډیويي او ټلویزیوني رسنیز مرکز سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې په اړونده غونډه کې د دواړو ادارو لوړ پوړي کارکوونکي ګډون درلود.

 ددې هوکړه ليک د لاسليک پرمهال د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رييس ښاغلي عبدالطيف مل شينواري وويل د هوکړه ليک له لاسليک څخه يې موخه د علمي او رسنيزو پروګرامونو پياوړتيا، د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د محصلينو او استادانو ظرفيت لوړونه او په يادو برخو کې د دواړو ادارو ګډه همکاري ده .

همدارنګه د شايق رسنيز مرکز سرپرست رييس محمد قيس بجي وويل، خوښ يو ، چې په ننګرهار ولايت کې د یوې داسې پیاوړې علمي ادارې سره د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کوو، چې موخه يې ټولنې ته د غوره علمي او مسلکې کادرونو وړاندې کول دي.