حسابدارۍ ډیپلومه

حسابدارۍ، چې اکثراْ “د سوداګرۍ ژبه” ورته ویل کېږي، له سهم لرونکو او پورورکوونکو (Creditors) سره د یوې موسسې د مالي او اقتصادي معلوماتو شریکولو ته وايي. حسابداري د مهارتونو او حرفو له مجموعو څخه یوه تر ټولو اړینه ټولګه ده، چې له رکود سره نه مخ کېږي، ځکه چې صنعتونه او سوداګري د تصمیم نیولو په موخه د کره معلوماتو د چمتو کولو لپاره د حسابدارۍ د لوړې کچې مهارتونو ته اړتیا لري.

د حسابدارۍ په برخه کې ډیپلومه محصلین د حسابدارۍ، سوداګرۍ، مدیریت، مالیې، تفتیش،  مالي چارو او سوداګرۍ په قانون سمبالوي، چې موخه یې د داسې فارغانو وړاندې کول دی، چې په فوق العاده توګه د دندو د ترسره کولو او د لېسانس یا مسلکې کچې پورې خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره چمتو وي.

د حسابدارۍ په برخه کې ډیپلومه

د کورس لنډیز

لومړی برخه

دویمه برخه

درېیمه برخه

څلورمه برخه

لومړی برخه: مالي حسابداري

  • له حسابدارۍ سره بلدتیا
  • ژورنال
  • لیجر
  • پولي معاملې /نقدي کتاب
  • د بانکي تطبیقاتو صورت حساب
  • مالي صورت حساب

دویمه برخه: پرمخ تللې حسابداري

  • مالي صورت حساب له اصلاح/تنظیماتو سره
  • غیر سوداګریزحسابونه
  • دګډون يا  مشارکت حسابونه (د ګټې او تاوان اختصاص)
  • استهلاک

دریمه برخه: د لګښتونو حسابداري

  • د لګښتونو د حسابدارۍ پېژندنه
  • مالي صورت حساب، د پلان جوړولو او کنټرول بنسټ
  • د لګښتونو حسابدارۍ سیستم، ډیزاین او فعالیت يا عملیات
  • د دندې د سپارښتنې لګښت
  • د پروسې لګښت، د تولید د راپور لګښت
  • د مالي مدیریت رول
  • سوداګري، مالیه او مالي مدیریت
  • د نقدو پیسو او بازار د ویش مدیریت
  • ·           پانګې بازار
  • اوږدمهال دیونونه (ډبټ)

څلورمه برخه: کویک بُکس

  • کویک بُکس (د پروژې پر بنسټ)
  • پروپوزل لیکل
  • د سوداګرۍ پلان لیکل
  • د خلص سوانح (سي وي) لیکل
  • مکتوب لیکل