د انګلیسي ژبې ډیپلومه (DEL)

د پروګرام موخې

د التقوی د لوړو زده کړو موسسه، محصلینو او زده کوونکو ته په ځانګړې توګه د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره زموږ له خوا د غوره شویو کتابونو د لړۍ له لارې د انګلیسي ژبې د پروګرامونو یوه پراخه ټولګه وړاندې کوي. ددې پروګرام په ترڅ کې زموږ استادان چې کلونه کلونه تجربه لري له محصلینو سره مرسته کوي، چې په انګلیسي ژبه کې د تخصص په درلودلو سره علمي، سوداګریز او شخصي بریالیتوبونه ترلاسه کړي.

یاد کورس د ټولو هغو محصلینو لپاره ډېر ګټور دی، چې غواړي د دندې د ترلاسه کولو لپاره لومړۍ او دویمې مرکې ته ولاړ شي او یا غواړي، چې په هېواد کې د ننه یا له هیواده بهر خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، دا کورس له محصلینو سره مرسته کوي، چې ځانونه په ښه توګه راڅرګند کړي او د مرکه کوونکو او استادانو په ذهن کې د ځان په هکله یو ښه انځور رامنځته کړي. همدا راز دا کورس هغوی د مرکې(انټریو) د بېلابېلو پړاونو او هغو پوښتونو په برخه کې روزنه ورکوي، چې هغوی تر فشار لاندې راولي او اوسمهال د مخکښو شرکتونو له خوا مطرح کېږي.

دا کورس په خورا غور او پاملرنې سره تاسیس شوی او په ځانګړې توګه د برابروشویو ازموینو په اخیستلو سره ښيي چې تاسو څومره په چټکی سره پرمختګ کوئ. درسي مواد د انګلیسي ژبې په برخه کې د محصلینو د پوهې د کچې د پیاوړتیا په موخه له منځنۍ کچې څخه تر لوړې کچې پورې برابر شوي دي، یاد پروګرام به لاندې پایلې ولري:

محصلین به په روانه توګه د انګلیسي  ژبه زده کړي.

محصلین به په خپلواکه توګه کار کول زده کړي.

محصلین به په انګلیسي ژبه د خبرې کولو، اورېدلو او فکر کولو مهارتونه زده کړي.

محصلین به د ټولنیزو موخو په پام کې نیولو او د مناسبو جوړښتونو په کارولو سره به په انګلیسي ژبه لیکل، لوستل او محاوره وکړي.

موده:

په انګلیسي ژبه کې د ډیپلومې پروګرام (DEL) یو کال وخت نیسي، چې په دوو سمسترونو کې ۲۰ کورسونه لري. دا کورس ۳۶ کریډیټ ساعتونه لري چې په څلورو برخو کې بشپړېږي، په یو ټولګي کې د زده کوونکو شمیر تر شلو تنو پورې محدود وي.

(د کورس موده: یو کال)(Course Duration: One Year)

لومړی سمستر (منځنی)

  • خبرې اترې(محاوره)
  • ګرامر
  • اورېدل
  • لوستل
  • د لغاتو ذخیره

دویم سمستر (تر منځنۍ لوړه دوره)

  • خبرې اترې(محاوره)
  • ګرامر
  • اورېدل
  • لوستل
  • د لغاتوذخیره

 درېیم سمستر (تر پرمخ تللې دورې وړاندې)

  • خبرې اترې(محاوره)
  • ګرامر
  • لوستل
  • د لغاتو ذخیره
  • لیکل

څلورم سمستر (پرمختللې دوره/اډوانس)

  • خبرې اترې(محاوره)
  • ګرامر
  • لوستل
  • د لغتونو ذخیره
  • لیکل