علمي او تدریسي چارې

علمي پالېسي او کړنلاره

  • د اسلام سپیڅلي دین د اصولو درناوی او اطاعت کول.
  • د افغانستان اساسي قانون او نورو قوانینو درناوی او اطاعت کول.
  • د لوړو زده کړو وزارت د ټولو قوانینو او مقرراتو منل.
  • د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د ټولو منسوبینو درناوی.
  • د بیان ازادۍ  د ټولو نورمونو درناوی او اطاعت کول.
  • له ټولګیوالو او نورو سره ښه سلوک او چال چلند.
  • د ټولګي نظم او ډسپلین ته پاملرنه.
  • د پاکوالي په برخه کې له ادارې او موسسې سره مرسته کول.
  • له هر راز غیر اخلاقي کړنو څخه ډډه کول.
  • د انساني ضد او زیان رسوونکو کړنو څخه په کلکه ډډه کول.
  • د نشه يي توکو له راوړلو او کارولو څخه په کلکه ډډه کول.
  • د افغاني کلتور او دود سره سم د جامو اغوستل.
  • په موسسه کې له زيات ډول او سینګار څخه ډډه کول.
  • د درس په وخت کې بېځایه تګ راتګ نه کول.
  • په موسسه کې له سیاسي فعالیتونو څخه په کلکه ډډه کول.
  • په موسسه کې له هر راز ناوړه چال چلند څخه ډډه کول.
  • د موسسې د کارکونکو د خوندیتوب لپاره غور او پاملرنه.
  • محصلين بايد له حکومتي جامو سره موسسې ته را نه شي.
  • موسسې ته د اسلحې راوړل منع ده.
  • فیس باید په ټاکلي وخت تحویل شي.
  • په تولګي کې د ننه د ګرځنده ټلېفون کارول منع دي.
  • محصل نه شي کولای چې، ۱۶ دقیقې ناوخته ټولګي ته راشي.
  • د دمي په وخت کې نورو ټولګیو ته مزاحمت نه کول.
  • ستونزې باید له اړوند څانګو سره شریک شي.
  • هر محصل باید په سمستر کې ۷۵ سلنه حاضري ولري.