په اقتصاد پوهنځي کې

سریزه

د اقتصاد په څانګه کې زده کړه له خلکو سره مرسته کوي چې د خپل چاپیریال په هکله معلومات ترلاسه کړي. خلک په دې توانمند کوي چې نور خلک، سوداګرۍ، بازارونه او حکومتونه و پېژني او هغو ګواښونو او فرصتونو ته په ښه توګه ځواب ووايي چې د شرایطو د بدلون له کبله رامنځته کېږي، التقوی د لوړو زده کړو موسسې په اقتصاد پوهنځي کې د  اقتصاد پرمختګ، سوداګریزو مطالعو، ټولنیزو علومو او هنر په برخه کې پوره مضامین تدریس کېږي. په دې موسسه کې په ملي او نړيواله کچه تجربه لرونکي د تدريس په موخه ګمارل شوي دي، چې زموږ محصلین په راتلونکي کې د کاري فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره چمتو کوي او زموږ تدريس دهېواد د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د وړاندې شویو پالېسیو او قوانینو پر بنسټ ولاړ دی اوهمدارنګه د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د نړیوالو سوداګریزو فعالیتونو اړوند نظریې او مفاهیم هم وړاندې کېږي.

اقتصاد پوهنځی لرلید

اقتصاد پوهنځی غواړی چی د مسلکی استادانو پر مټ،چی په تدریس،څبړنه او خدماتو کي ځانګړي وړتیا لری، د اقتصاد،کاروباري مودیرت او څیړني په برخه کي د معیاري لوړو زدګړو پوهنځي په توګه وپیژندل شي

اقتصاد پوهنځی ماموریت

اقتصاد پوهنځی غواړي چې خپل محصلین د شته تحصیلی نصاب، څیړنو او عملي زده کړو پر مټ په مدیریتي او تشبثي وړتیاوو سمبال، ټولني ته د خدمت او پرمختګ په موخه دولتي او خصوصي سکتور ته د رهبري دندو پر مخ وړلو لپاره وړاندی کړي

موخې

  1. د ریاضیاتو، احصايیې، مالي او حسابدارۍ، مدیریت او بازارموندنې په برخه کې د پوره پوهې برابرول او په شفاهي او لیکلې بڼه د اړيکو مهارتونو ته ځانګړې پاملرنه، په پای کې به دا له فارغانو سره مرسته وکړي چې په ډاډه توګه خپل ځان راڅرګند کړي.
  2. داسې یو چاپیریال رامنځته کول چې د باکیفیته تدریس او څېړنې له لارې زده کړې ته وده ورکړي او د متقابل درناوی، زغم او حساسیت لپاره هڅونه کوي.
  3. د اقتصاد په څانګه کې د مهارت لرونکي او غوره  متخصصینو چمتو کول، څو د افغانستان خلکو او خصوصي سکټور راتلونکې اړتیاوې پوره کړي.
  4. ټولنې ته د غوره علمي کادرونو وړاندې کول ،چې وکولای شي په کورنۍ او نړیوالو ادارو کې سيالي وکړي او د ماسټرۍ تر کچې پورې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي.
  5. د خپلو وړتياوو پرمټ د سازماني بریالیتوبونو لپاره په خپلواکه توګه د مسولیتونو په غاړه اخیستلو په پار د محصلینو په منځ کې پرخپل ځان باندې د باور رامنځته کول.

علمي پروګرامونه

د اقتصاد پوهنځی لاندې دوه پروګرامونه وړاندې کوي:

  • د اقتصاد په څانګه کې لېسانس (B.Sc. Economics)
  • د ادارې او تجارت په څانګه کې لسانس (BBA)

د دواړو څانګو محصلین د هرې څانګې اساسي مضامین د عمومي مضامینو په توګه لولي، څو د اقتصاد، سوداګرۍ او مدیریت تر منځ اړیکو په هکله پوره پوهه او معلومات ترلاسه کړي، په دواړو پروګرامونو کې باید ۱۴۴ کریډټ ساعتونه بشپړ شي چې په ټولو پروګرامونو کې یې د کورس اساسي اجزاوې شاملې دي، په نورماله توګه د یادو پروګرامونو د بشپړولو موده اته سمسترونو ته رسېږي، چې لومړي څلور سمسترونه د لېسانس د دواړو پروګرامونو لپاره مشترک دي، چې په هغه کې محصلینو ته عمومي مضامین تدریس کېږي او پاتې څلور سمسترونه یې د تخصصي مضامینو لپاره ځانګړي شوي دي.

د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او پالېسیو پربنسټ یو محصل کولای شي، چې په یو وخت کې یواځې یو پروګرام تعقیب کړي.

د اقتصاد په څانګه کې لسانس (B.Sc. Economics)

د پروګرام پېژندنه

د التقوی د لوړو زده کړو په موسسه کې د اقتصاد په څانګه کې زده کړې کول، محصلین ددې جوګه کوي چې ناڅاپي او بېړني بدلونونه تنظیم کړي او له ناڅاپی فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه واخلي، په دې پروګرام کې ګڼ شمیر مضمونونه تر پوښښ لاندې نیول کېږي، څو محصلینو ته دا موکه برابره کړي، چې اقتصاد له بېلابېلو اړخونو څخه مطالعه کړي او د بېلابېلو مسایلو اړوند اقتصادي مفکوره پیدا کړي.

د اقتصاد په څانګه کې د لېسانس پروګرام د هغو محصلینو لپاره برابر شوی، چې غواړي د څېړونکي یا اقتصاد پوه په توګه مسلکي پوهه ترلاسه کړي، په دې پروګرام کې باید په اتو سمسترونو کې ۱۴۴ کریډټ ساعتونه بشپړ شي، چې په هغه کې ۱۳۸ کریډټ ساعتونه د زده کړې او مطالعې لپاره او ۶ کریډټ ساعتونه یې د محصلینو څېړنېزې پروژې لپاره ځانګړې شوي دي.

د زده کړو طرحه

Scheme of Studies

لومړی سمستر 1st Semester 
    ګڼه Noکوډ Codeمضمون Subjectشرایط Pre requssitکریډیټونه Credits
1  اسلامي ثقافتIslamic studies 1
2  انګلیسيEnglish 3
3  ابتدايي ریاضيBasic Math 2
4  د اقتصاد اساساتPrinciples of Economics 3
5  د حسابدارۍ اساساتPrinciples of Accounting 3
6  له سوداګرۍ سره بلدتیاIntroduction to Business 3
7  د مدیریت اساستPrinciples of Management 3
ټولTotal18
2nd Semester دویم سمستر 
No ګڼهCode کوډSubject مضمونشرایط Pre-requisiteکریډیټونه Credits
1 Islamic Studyاسلامي ثقافت 1
2 Micro Economics مایکرو/کوچنی اقتصادد اقتصاد اساسات Principles of Economics3
3 مالي حسابداري Financial Accountingد حسابدارۍ اساسات Principles of Accounting3
4 د بازارموندنۍ اساسات Principle of Marketing 3
5 ریاضي Business Mathابتدايي ریاضي Basic Math3
6   Afghan Study 2
7 د سوداګرۍ انکلیسي – لومړی برخه Business English Iانګلیسي English3
Totalټول18
3rd Semesterدرېيم  سمستر 
ګڼه Noکوډ Codeمضمون Subjectشرایط Pre-requisiteکریډیټونه Credits
1 اسلامي ثقافت Islamic Study 1
2 مایکرو اقتصاد Macro Economicsد اقتصاد اساسات Principles of Economics3
3 سوداګرۍ انګلیسی – دویمه برخه Business English IIد سوداګرۍ انګلیسی – لومړی برخه Business English I3
4 د بشري سرچینو مدیریت HRMد مدیریت اساست Principles of Management3
5 کمپیوټر Computer 3
6 پرمخ تللی حسابدارۍ Advance  Accountingمالي حسابدارۍ Financial Accounting3
7 محیطي ساینس Environmental Sciences 2
Totalټول18
4th Semesterڅلورم سمستر 
No ګڼهCode کوډ  Subject مضمون  شرایط Pre-requisiteکریډیټونه Credits
1  اسلامي ثقافتslamic Study 1
2 پیسې او بانکداريMoney and Banking 3
3 مالي سوداګري Business Finance 3
4 Cost Accountingمالي حسابداري Financial Accounting3
5 د بازار موندنې مدیریت Marketing Managementد بازار موندنې اساست Principle of Marketing3
6 سوداګريزې اړيکې Business Communication 2
7 نړیواله سوداګري International Businessله سوداګرۍ سره بلدتیا Introduction to Business3
Total ټول18
5th Semesterپنځم سمستر 
No ګڼهCode کوډSubject مضمونشرطونه Pre-requisite  کریډیټونه Credits
1 تشبث Entrepreneurship 3
2 نړیوال اقتصاد International Economics 3
3 پرمخ تللی کوچنی اقتصاد Advance Micro Economics 3
4 پرمخ تللی کوچنی اقتصاد Advance Macro Economics 3
5 د افغانستان اقتصاد Afghanistan Economy 3
6 اسلامي ثقافت Islamic Study 1
7 احصايیه – لومړی برخه Statics Iد سوداګرۍ ریاضی Business Math2
Total ټول18
6th Semesterشپږم سمستر 
No ګڼه  Code کوډSubject مضمونشرطونه Pre-requisiteکریډیټونه Credits
1 د پروژې مدیریت Project Managementد مدیریت اساسات Principles of Management3
2 د سوداګریزې څېړنې میتودولوژي Business Research Methodologyاحصايیه Statistics3
3 پراختیايي اقتصاد Development Economics 3
4 د پیسو/پولي اقتصاد Monitory Economics 3
5 د نفوسو اقتصاد Population Economics 3
6 اسلامي ثقافت Islamic Study 1
7 احصاييه – دویمه برخه Statistics IIاحصايیه – لومړی برخه Statics I2
Total ټول18
اووم سمستر 7th Semester 
ګڼه Noکوډ Codeمضمون Subjectشرطونه Pre-requisiteکریډیټونه Credits
1 سازماني سلوک Organizational  Behavior 3
2 Econometrics 3
3 نړیوال اقتصاد Industrial Economics 3
4 کرنیز اقتصاد Agricultural Economics 3
5 اسلامي ثقافت Islamic Study 1
6 ښاري اقتصاد Urban Economics 3
7 ارواح پوهنه Psychology 2
Total ټول18
اتم سمستر 8th Semester 
ګڼه Noکوډ Codeمضمون Subjectشرطونه Pre-requisite  کریډیټونه Credits
1 مدیریتي اقتصاد Managerial Economics 3
2 اقتصادي پلان جوړونه Economics Planning 3
3 کارګري اقتصاد Labor Economics 3
4 د څېړنې د راپور لیکنه Research Writing 2
5 اسلامي تعلیمات Islamic Study 1
6 د څېړنې تېزس Research Thesis 6
     
Total ټول18
Summaryلنډيز  
No ګڼهکټګوري Categoryد کریډیټونو شمېر Creditsسلنه Percentage
1لومړني مضمونونه Basic Subjects3826.388
2تخصصي مضمونونه Specialization Subjects7854.167
3د پوهنتون له خوا علاوه شوي مضمونونه University Included Subjects1812.5
4عمومي مضمونونه General Subjects42.778
5د لسانس تیزس Undergraduate Thesis64.167
Total Creditsټول کریډټونه144100 %