په حقوقو او سیاسي علومو کې

لومړی ــ د پوهنځي تأسيس

د قانون حاکميت، سالمه او منظمه اداره د هرې ټولنې له اساسي اړتياوو څخه ګڼل کيږي. ددې اړتيا د بشپړولو لپاره بېلابېل واحدونه کار کوي. د هېواد د لوړو زده کړو د مؤسساتو په اډانه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي، د قانون د حاکميت، سالمې ادارې او دې اهدافو ته د رسېدو په منظور د متخصصو، کارپوهو او مجربو کادرونو د رامنځ ته کولو په موخه ايجاد شوي دي.

 التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د دې مؤسسې له تاسيس سره يو ځای په ۱۳۹۰هجري لمريز کال کې رامنځ ته شوی دی چې لومړۍ دوره محصلين يې په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې جذب کړي دي بناءً دې پوهنځي عملاً په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې خپل فعاليتونه پيل کړي دي او تر دا مهاله په ښه کيفيت سره روان دي، ترڅو د ټولنې د اړتيا سره سم ورزيده، متخصص او کاري کادرونه د هېواد  سياسي، اداري، حقوقي، عدلي او قضايي اورګانونو کې د کار کولو په موخه وړاندې کړي. د يادونې وړ ده چې نوموړي پوهنځي تر دا مهاله په مجموعي توګه د ۵۷ انجونو په ګډون ۷۴۷ تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي او د ۲۹۵۵ تنو په حدودو کې محصلين په کې په زده کړو بوخت دي چې د تدريس چارې يې د ۳۵ تنو دايمي او ۲۰ تنو قراردادي استادانو لخوا پرمخ وړل کېږي. بايد ووايو چې له ماسترۍ سويې څخه په ټيټه کچه استادان شتون نه لري.

دويم ــ د پوهنځي لرليد، ماموريت او اهداف

حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ځانګړی لرليد، ماموريت او اهداف لري چې په لاندې ټکو کې ورته اشاره کوو.

۱) لرليد (Vision)

حقوقو او سياسي علومو پوهنځی هيله لري چې د غوره تيوريکي او عملي تدريس، علمي څېړنو او نورو اکاډميکو خدماتو په وړاندې کولو سره په عدلي، قضايي، حقوقي، سياسي او اداري برخو کې علمي او کاري کادرونه وروزي، ترڅو په نږدې راتلونکي کې د هېواد او سيمې په کچه د يو فعال او باوري اکاډميک بنسټ په توګه وپېژندل شي.

۲) ماموريت (Mission)

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ژمن دی چې د هېواد بچيانو ته غوره، مناسب او معياري تحصيلي چاپېريال او سهولتونه رامنځته کړي، ترڅو د خپلې خوښې وړ تحصيلي او تخصصي رشتو کې زده کړې بشپړې او د هېواد، سيمې او نړۍ د مختلفو برخو په بيارغوونه او انکشاف کې رغنده رول ولوبوي. همدارنګه  پوهنځی هوډ لري چې د شته ستونزو د حل او د نويو پرمختګونو په اړه څېړنې وکړي، ترڅو د غوره علمي چاپېريال په برابرولو سره، خپل تدريسي، علمي او تحصيلي رسالت په ښه شکل ترسره کړي.

۳) اهداف

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د لاندې اهدافو د ترلاسه کولو په موخه تشکيل شوی او په همدې بناء فعاليت کوي:

  • پر اسلامي، ملي او نړيوالو معيارونو برابر، په سياسي، اداري، حقوقي او قضايي برخو کې د علمي کادرونو روزل او ټولنې ته وړاندې کول؛
  • په سياسي، اداري، حقوقي، قضايي، مدني، تجارتي، جزايي او شخصيه احوالو برخو کې د تحصيلاتو زمينه برابرول؛
  • له شرعي او وضعي قوانينو سره د خلکو اشنا کول؛
  • د اسلامي، ملي او نړيوالو معيارونو سره سم ټولنې ته په اړوندو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول؛
  • د سياسي، اداري، حقوقي، قضايي او عدلي ارګانونولپاره د پياوړو کادرونو روزل او وړاندې کول؛
  • د هېواد له سياسي، اداري، حقوقي، قضايي او عدلي مفاهيمو او ځانګړتياوو سره اشنايي؛
  • د بېلابېلو سياسي، اداري، مدني، جزايي او تجارتي موضوعاتو څېړل او تحليلول؛
  • د سياسي، اداري او حقوقي علومو د پلي کولو وړتيا رامنځ ته کول؛
  • د اسلامي او ملي ارزښتونو په نظر کې نيولو سره په نړيوالو اصولو برابر درسي کريکولم برابرول او تعقيبول؛
  • د حق پېژندل او د قانون په چوکاټ کې د خپلو او نورو خلکو د حقوقو د غوښتنې وړتيا ته وده ورکول او ملاتړ يې کول؛
  • په سياسي او حقوقي برخو کې د محصلينو د نوښت، ليکنې، څېړنې او تحليل وړتيا ته وده ورکول.
  • په سياسي، اداري، حقوقي او قضايي برخو کې علمي څېړنې ترسره کول او ورته وده ورکول.
درېيم ــ  د شموليت شرايط

د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم، د لوړو زده کړو ټولو دولتي او نادولتي پوهنتومؤسسو ته شموليت د کانکور له لارې صورت نيسي.

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته هم شموليت د کانکور د ازموينې له لارې صورت نيسي. د کانکور په ازموينه کې د ګډون لپاره لاندې شرايط وضع شوي دي:

  • د تابعيت تذکره درلودل.
  • د مؤسسې ادارې ته څلور قطعې عکسونه وړاندې کول.
  • د دولسم ټولګي شهادت نامه او د لېسې دورې د درې کلنو نومرو وړاندې کول چې د پوهنې له وزارت څخه يې تائيد ترلاسه شوی وي.
  • د کانکور په ازموينه کې د ياد پوهنځي د يوې څانګې انتخابول.
  • د کانکور په ازموينه کې د برياليتوب نومرې ترلاسه کول.
څلورم ــ د فيسونو اندازه او اسانتياوې

څرنګه چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپلو امورو د پر مخ بيولو لپاره لازمو مالي امکاناتو ته اړتيا لري او دغه اړتياوې د محصلينو د فيسونو پرمټ بسيا کېدای شي. په همدې موخه ياد پوهنځی خپلو محصلينو ته د ټاکلي فيس په مقابل کې اکاډميک خدمات وړاندې کوي. فيسونه د وخت او دورې په تغير سره تغير کوي.

همدارنګه د محصلينو د علمي سويې د ارتقاء او علمي منابعو ته د لاس رسۍ په موخه په پوهنځي لاندې اسانتياوې شتون لري:

  • وړيا Wi-Fi لرونکی انټرنيټ.
  • مجهز کتابتون.
  • د عملي زده کړو په موخه له بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو سره د انترنشيپ تفاهمنامې.
  • د عملي زده  کړو په موخه حقوقي کلينک.
  • تطبيقات.
  • ښځينه محصلينو لپاره ټرانسپورټ.
  • پر LED سنبال درسي خونې.
پنځم ــ د زده کړې موده او وختونه

د زده کړې مودې او درسي وختونو ته په لاندې ټکو اشاره کوو:

۱) د زده کړې موده

د کريډيت لايحې له احکامو سره سم د حقوقو او سياسي علومو  په پوهنځي کې د تحصيل موده په اوسط ډول څلور تحصيلي کاله ده چې په ټول هېواد کې د لېسانس دورې لپاره همدا څلور کاله اوسط حد ټاکل شوی دی.

د لېسانس د تحصيل ټوله دوره په  ۸ سمسترونو کې پای ته رسيږي.

هر تحصيلي سمستر  ۱۶ درسي اونۍ درسي بهير او حد اکثر درې اونۍ ازموينې په بر کې نيسي، بناءً يو  تحصيلي سمستر زيات نه زيات په  ۱۹ درسي اونيو کې پای ته رسيږي.

پر دې سربېره د ستونزو د موجوديت په صورت کې لېسانس دوره تر ۲ نورو کلونو هم غځېدلی شي يعنې د لېسانس ټوله دوره بايد حد اکثر په شپږو کلونو کې پای ته ورسيږي، که څوک په دې موده کې د لېسانس د سند په ترلاسه کولو بريالی نه شي له پوهنځي څخه په دايمي ډول اخراجيږي.

لومړي دوه کلونه محصلين په عمومي ډول زده کړې کوي او وروستي دوه کلونه تخصصي دي چې محصلين د خپل ذوق مطابق په يوه رشته کې زده کړې کوي.

۲) د درسي بهير وختونه

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي درسي وختونه په دوه دورو وېشل شوي دي چې يوه يې سهارنۍ او بله يې ماښامنۍ دوره ده، خو د غوره درسي کيفيت په درلودلو سره د مراجعينو په شمېر کې ورځ تر بلې زياتوالی رامنځته کېږي، په همدې بناء د پوهنځي د ادارې په غوښتنه او د يادې مؤسسې د رهبرۍ په مشوره نوموړې دوه دورې د ورځې په جريان کې په څلورو مختلفو وختونو کې تنظيم شوي دي چې په لاندې ډول دي:

الف) سهارنۍ دوره

معمولاً د سهارنۍ دورې درسي وخت په (8:00AM-11:11:00AM) کې تنظيم شوی، خو د دې دورې د محصلينو د شمېر زياتوالي ته په کتو سره، يو شمېر صنفونه په (6:00AM-9:00AM) کې هم تنظيم شوي دي.

ب) ماښامنۍ دوره

 د ماښامنۍ دورې محصلينو درسي وخت په (4:00PM-7:00PM) کې تنظيم شوی دی، ولې داچې د محصلينو شمېر يې زيات دی، په همدې خاطر ځيني صنفونه په (1:00PM-4:00PM) کې هم تظيم شوي دي.

بايد يادونه وشي چې د کريډيټونو شمېر ته په کتو سره دا ساعتونه کله کله بدلون مومي او اضافه کېدای شي.

شپږم ــ د زده کړې سيستم او ددې سيستم عمومي اصول

د حقوقو او سياسي علومو  په پوهنځي کې زده کړه د کريډټ سيستم مطابق ترسره کيږي.

نوموړی سيستم د لوړو زده کړو په بهير کې يو نوی او پرمختللی سيستم دی چې  هدف يې محصل ته د تحصيل په بهير کې د پراخو امکاناتو برابرول او د تدريس پخوانی سيستم له منځه وړل دي، په دې سيستم کې محصل د يو کتاب د مطالعې پر ځای د اضافه مطالعې پر لور هڅول کيږي او د لکچر د ارايې پر ځای د تدريس له عصري او نويو ميتودونو څخه کار اخيستل کيږي.

کريډت يو درسي واحد دی چې له مخې يې په ټوله تحصيلي دوره کې د هر مضمون برخه ټاکل کيږي. يو کريډټ له ۱۶ درسي ساعتونو سره برابر دی چې هر درسي ساعت ۵۰ دقيقې وخت په بر کې نيسي.

ددې سيستم له مخې د هر سمستر په نهايي ازموينو کې د ګډون لپاره (۷۵) فيصده حاضري يو لازمي امر دی. ددې سيستم په درسي نصاب کې مضامين پر څلورو کتګوريو وېشل شوي دي چې عبارت دي له: (۱- اساسي مضامين ۲- تخصصي مضامين ۳- پوهنتون شموله مضامين ۴- اختياري مضامين)

په هر سمستر کې د محصل درسي مکلفيت د (۱۷ – ۲۱) کريډيټونو ترمنځ وي.

محصل هغه وخت بل سمستر ته ارتقاء کولی شي چې د سمستر نيمايي کريډيټونه تکميل کړي. که يو محصل له نيمايي نه په زياتو کريډيټونو کې ناکام، محروم يا غايب شي د ټول سمستر ناکام ګڼل کيږي. دوه ځلې په عين سمستر کې له نيمايي نه په زياتو کريډيټونو کې ناکامي د محصل د دايمي اخراج سبب ګرځي.

د مضمون د کاميابۍ لپاره د (۵۵) نومرو ترلاسه کول اړين شرط دی، ددې تر څنګ په هر سمستر کې د (۶۰) فيصده عمومي اوسط ترلاسه کول هم ضروري دي. په لومړي ځل د عمومي اوسط نه پوره کول د اخطار سبب ګرځي او که دويم ځل په ورپسې سمستر کې بيا هم پورتنی اوسط تکميل نه شي د محصل د اخراج سبب ګرځي.

په دويم چانس کې له يو نه په زياتو مضامينو کې ناکامي د ټول سمستر د ناکامۍ سبب ګرځي او په درېيم چانس کې ناکامي په دايمي ډول د پوهنځي څخه د اخراج سبب ګرځي په دې شرط چې ناکامي په اختياري او پوهنتون شموله مضامينو کې نه وي.

اووم ــ د انټرنشيپ، ستاژ او علمي سيرونو څرنګوالی

همدارنګه بايد يادونه وشي چې خوشبختانه التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د مختلفو عدلي، قضايي، سياسي، اداري او نورو اړوندو اداري واحدونو سره د محصلينو د عملي زده کړو او انټرنشيپ په تړاو تفاهمنامې لاسليک کړي دي چې په دې برخه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په ځانګړي توګه د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې محصلين ورته معرفي کېږي. د مختلفو علمي  او اکاډميکو څېړنو په موخه د علمي سفرونو لړۍ هم پيل شوې ده چې د استادانو په ګډون ګڼ شمېر محصلين ترې استفاده کولای شي.

اتم ــ نظم او ډسپلين

د پوهنځي ټول محصلين بايد د لاندېنيو ټکو
عملي کولو ته ژمن و اوسي
:

1.     
د اسلام د مقدس
دين ټولو اساساتو ته پابندي او درناوی کول.

2.     
د هېواد د اساسي
قانون او نورو قوانينو رعايتول.

3.     
د لوړو زده کړو
وزارت ټولو لوايحو، مقرراتو، مصوبو او پرېکړو منل.

4.     
د التقوی د لوړو
زده کړو مؤسسې رهبري هیئت، استادانو او ټولو منصوبينو احترام کول.

5.     
د بيان ازادۍ ټول
منل شوي نورمونه په نظر کې نيول.

6.     
ټولو محصلينو ته
متقابل احترام او خپلو ټولګيوالو سره متقابلې نېکې اړيکې درلودل.

7.     
په درسي ټولګيو او
د مؤسسې په داخل کې د نظم او ډسپلين اصول رعايتول.

8.     
د مؤسسې د ادارې
سره په نظافت او پاکۍ کې لازمه همکاري کول.

9.     
د هر ډول بشري ضد
او تخريبي اعمالو څخه په کلکه ډډه کول.

10.  د هر ډول نشه يي توکو د کارولو او راوړلو څخه په
کلکه ډډه کول.

11.  داسې لباسونه چې د افغاني کلتور سره په مغايرت کې
دي نه اغوستل.

12.  د مؤسسې په داخل کې د سينګار توکو نه کارول.

13.  په رسمي اوقاتو کې د مؤسسې په انګړ کې پرته له
اړتيا ګرځېدو څخه په کلکه ډډه کول.

14.  د مؤسسې په داخل کې د هر ډول سياسي او ګوندي
فعاليتونو څخه ډډه کول.

15.  د هر ډول بې نظمۍ، ګډوډۍ او سخت برخورد څخه د
مؤسسې په داخل کې ځان ساتل.

16.  د مؤسسې د اړوندو وسايلو او لوازمو ساتنه کول.

17.  د مؤسسې په سرسبزۍ او ښېرازۍ کې د ادارې سره
هراړخيزه مرسته کول.

18.  په نظامي درېشۍ او لباس کې مؤسسې ته نه داخلېدل. ۱۹) مؤسسې ته د هېڅ
ډول وسلې نه راوړل.

19.  په ټاکلي وخت فيسونه تصفيه کول.

20.  په ټولګي کې موبايل او نور غږيز وسايل بند ساتل.

21.  په ټاکلي وخت درس ته حاضرېدل (که ۱۶ دقيقې ناوخته
راغی ټولګي ته نه پرېښودل کېږي).

22.  د تفريح وخت کې د نورو د درسي بهير مزاحمت نه
کول.

23.  خپله اړونده موضوع اړوندو څانګو ته وړاندې کول

24.  سلسله مراتب رعايتول

نهم ــ ازموينې او د محصلینو د ارزیابۍ طریقې

محصل هغه وخت بل سمستر ته ارتقاء کولای شي چې د سمستر نيمايي کريډيټونه تکميل کړي. که چېرې يو محصل له نيمايي نه په زياتو کرېډېټونو کې ناکام، محروم يا غايب شي، په دې صورت کې د ټول سمستر ناکام ګڼل کېږي. په عين سمستر کې له نيمايي نه په زياتو کرېډېټونو کې دوه ځلي ناکامېدل، د محصل د دايمي اخراج سبب ګرځي. د مضمون د کاميابۍ لپاره د (۵۵) نمرو ترلاسه کول اړين شرط دی، د دې ترڅنګ په هر سمستر کې د (۶۰) فيصده عمومي اوسط ترلاسه کول هم ضروري دي. په لومړي ځل د عمومي اوسط نه پوره کول د اخطار سبب ګرځي او که دويم ځل په ورپسې سمستر کې بيا هم پورتنی اوسط تکميل نه شي، د محصل د اخراج سبب ګرځي. په دويم چانس کې له يو نه په زياتو مضامينو کې ناکامي، د ټول سمستر د ناکامۍ سبب ګرځي او په درېيم چانس کې ناکامي په دايمي ډول د پوهنځي څخه د اخراج سبب ګرځي، خو په دې شرط چې ناکامي په اختياري او پوهنتون شموله مضامينو کې نه وي. په ټولیزه توګه په يوه سمستر کې د یو محصل ارزیابي په لاندې توګه ترسره کېږي:

ګڼه د ارزونې برخې د نمرو وېش
۱ د سمستر منځنۍ ازموينه ۲۰ نمرې
۲ کورنۍ دندې/ د ټولګي فعاليتونه ۱۰ نمرې
۳ حاضري/ اخلاق ۱۰ نمرې
۴ د سمستر وروستۍ ازموينه ۶۰ نمرې
ټولې نمرې ۱۰۰ نمرې

لسم ــ د پوهنځي ډيپارټمنټونه او څانګې

په رسمي ډول، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په خپل ترکيب کې لا تر اوسه پورې کوم ډيپارټمنټ نه لري، ولې د تأسيس له ورځې راپدېخوا په دې هڅه کې دی چې د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه په رسمي ډول د پنځه ډيپارټمنټونو (۱ـ د خصوصي حقوقو ډيپارټمنټ ۲ـ د عامه حقوقو ډيپارټمنټ ۳ـ د جزا حقوقو او جنايي علومو ډيپارټمنټ ۴ــ د نړيوالو اړيکو ډيپارټمنټ او ۵ ـ د بشري حقوقو ډيپارټمنټ) د ايجاد امر ترلاسه او رامنځته يې کړي، خو دا چې په ټول هېواد کې د نويو ډيپارټمنټونو د ايجاد پروسه ډېره بطي ده، ځکه نو په دې برخه کې کار جريان لري. ولې د دې باوجود، ياد پوهنځی خوشبختانه د فراغت دوه څانګې لري چې يوه يې د قضاء او څارنوالۍ څانګه ده او بله هغه يې د ادارې او ډيپلوماسۍ څانګه ده چې لنډه توګه يې معرفي کوو:

۱)  قضاء او څارنوالۍ څانګه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په اډانه کې، د فراغت له دوو څانګو څخه يوه هم  د قضاء او څارنوالۍ څانګه ده چې د تأسيس له نېټې راپدېخوا يې په فعاليت پيل کړی او د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو د بشري ځواک د اکتفاء لپاره د سالمو او په کار پوه اخشاصو په روزنه بوخته ده.

د قضاء او څارنوالۍ څانګه د دې مؤسسې او پوهنځي له تأسيس سره يو ځای په ۱۳۹۰هجري لمريز کال کې رامنځ ته شوې ده چې په ۱۳۹۳ لمريز کال په خپله خوښه دغې څانګې ته لومړۍ دوره محصلين جذب شول، ترڅو د ټولنې  د اړتياوو سره سم، ورزيده، متخصص او کاري کادرونه د هېواد حقوقي، عدلي او قضايي ارګانونو کې د کار کولو په موخه وړاندې کړي.

الف) د قضاء او څارنوالۍ څانګې اهداف

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي قضاء او څارنوالۍ څانګه د لاندې اهدافو د ترلاسه کولو په موخه اکاډميک فعاليتونه ترسره کوي:

  • له عدلي او قضايي موضوعاتو سره د محصلينو اشنا کول؛
  • د دعوې د اقامه کولو، دفاع او د دعوې پورې اړوندو قواعدو زده کول؛
  • له جرايمو او مجرمينو سره د پر وخت مبارزې په موخه د مسلکي کادرونو روزل؛
  • د دفاع وکالت د مهارتونو زده کول؛
  • دولتي او غير دولتي، ملي او نړيوالو ارګانونو ته د حقوقي مشورو د ورکولو زده کول؛
  • د قضايي سلوک، رويې او مهارتونو ترلاسه کول؛
  • د روزل شوو مسلکي کادرونو په مرسته په ټولنه کې د قانون حاکميت پلي کول او په نهايت کې د واقعي عدالت تأمينول؛

ب) د قضاء او څارنوالۍ څانګې د مضامينو کتګوري او فيصدي

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ څانګې مضامين په لاندې ډول کتګوري شوي او د هرې کتګورۍ مضامينو فيصدي يې په جلا جلا توګه واضح شوي دي.

د قضاء او څارنوالۍ څانګې د مضامينو کتګوري د فيصدۍ له مخې
ګڼه د مضمون نوعيت د کرېډېټونو شمېر فيصدي
۱ تخصصي مضامين 76  کرېډېټه 50  %
۲ اساسي مضامين 48 کرېډېټه 31.578947368 %
۳ پوهنتونشموله مضامین 16 کرېډېټه 10.526315789 %
۴ اختیاري مضامین 12 ګریډیټه 7.8947368421 %
د ټولو کرېډېټونو  شمېر 152 کرېډېټه 100 %

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په قضاء او څارنوالۍ څانګه کې په مجموعي ډول (۱۵۲)کرېډېټه د (۶۶) مضامينو په لمن کې رانغاړل شوي دي او په نظري او عملي ډول تدريسېږي.

د قضاء او څارنوالۍ څانګې د مضامينو لړليک

کتنې نظري عملي د کرېډېټونو شمېر اړوند ډيپارټمنټ د مضمون نوعيت د مضمون کود نمر د مضمون نوم ګڼه
لومړی سمستر/ عمومي څانګه
      3   اساسي LA101 مبادي حقوق (۱) ۱
      2   اساسي LA102 د نړۍ سياسي تاريخ ۲
      3   اساسي LA103 نړيوال سازمانونه ۳
      3   اساسي LA104 د اسلامي حقوقو اساسات ۴
      3   پوهنتونشمول LA105 انګلېسي ژبه (۱) ۵
      1   پوهنتونشمول LA106 اسلامي ثقافت ۶
      2   اختياري LA107 کمپيوټر ۷
        LA108 رسنيو حقوق ۸
      17 په لومړي سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
دويم سمستر/ عمومي څانګه
      3   اساسي LA209 مبادي حقوق (۲) ۱
      3   اساسي LA210 سياستپوهنه ۲
      3   اساسي LA211 د سياسي افکارو تاريخ ۳
      2   پوهنتونشمول LA212 د AF معاصر تاريخ ۴
      3   پوهنتونشمول LA213 انګلېسي ژبه (۲) ۵
      1   پوهنتونشمول LA214 اسلامي ثقافت ۶
      2   اختياري LA215 د چاپېريال ساتنې حقوق ۷
        LA216 مبادي اقتصاد ۸
      17 په دويم  سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه

درېيم سمستر/ عمومي څانګه
      3   اساسي LA317 د جزا عمومي حقوق (۱) ۱
      3   اساسي LA318 معاصر حقوقي سيستمونه ۲
      4   اساسي LA319 د وجايبو حقوق ۳
      4   اساسي LA320 د اسلام جزايي حقوق ۴
      1   پوهنتونشمول LA321 اسلامي ثقافت (۳) ۵
      2   اختياري LA322 حقوقي ترمينولوژي ۶
        LA323 د بيمې حقوق ۷
      17 په درېيم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
څلورم سمستر/ عمومي څانګه
      3   اساسي LA424 د جزا عمومي حقوق (۲) ۱
      4   اساسي LA425 مالي حقوق ۲
      3   اساسي LA426 د کار حقوق ۳
      4   اساسي LA427 عمومي اساسي حقوق ۴
      1   پوهنتونشمول LA428 اسلامي ثقافت (۴) ۵
      2   اختياري LA429 حقوقي تحريرات او اداري مکاتبات ۶
        LA430 تعاملي حقوق ۷
      17 په څلورم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
         
پنځم سمستر/ قضاء او څارنوالۍ څانګه
      4   تخصصي LA531 اختصاصي د جزا حقوق ۱
      4   تخصصي LA532 کريمنولوژي ۲
      4   تخصصي LA533 فاميل حقوق ۳
      4   تخصصي LA534 نړيوال عمومي حقوق ۴
      3   تخصصي LA535 د فقهې اصول ۵
      1   پوهنتونشمول LA536 اسلامي ثقافت (۵) ۶
      1   اختياري LA537 محلي اداره ۷
        LA538 د معنوي مالکيت حقوق ۸
      21 په پنځم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
شپږم سمستر/ قضاء او څارنوالۍ څانګه
      4   تخصصي LA639 کريمينالستيک ۱
      4   تخصصي LA640 تجارت حقوق ۲
      3   تخصصي LA641 د اساسي قانون تحليل ۳
      3   تخصصي LA642 د جزا حقوقو تاريخ ۴
      2   تخصصي LA643 فقهي قواعد ۵
      3   تخصصي LA644 د نړيوالو معاهداتو حقوق ۶
      1   پوهنتونشمول LA645 اسلامي ثقافت (۶) ۷
      1   اختياري LA646 د معاملاتو حقوق ۸
        LA647 بشر حقوق  
      21 په شپږم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه

اووم سمستر/ قضاء او څارنوالۍ څانګه
      4   تخصصي LA748 نړيوال جزايي حقوق ۱
      4   تخصصي LA749 عيني حقوق ۲
      3   تخصصي LA750 د جزايي محاکمو اصول ۳
      3   تخصصي LA751 جزا پېژندنه ۴
      3   تخصصي LA752 اداري حقوق ۵
      2   تخصصي LA753 جزايي مسؤلت  
      1   پوهنتونشمول LA754 اسلامي ثقافت (۷) ۶
      1   اختياري LA755 د څېړنې تګلاره ۷
        LA756 د قانونګذارۍ اصول ۸
      21 په اووم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
اتم سمستر/ قضاء اوڅارنوالۍ څانګه
      2   تخصصي LA857 د تجارتي منازعاتو حل ۱
      2   تخصصي LA858 د مدني محاکمو اصول ۲
      2   تخصصي LA859 دفاع وکالت ۳
      3   تخصصي LA860 نړيوال خصوصي حقوق ۴
      3   تخصصي LA861 د ميراث حقوق ۵
      3   تخصصي LA862 حقوقي کلينيک ۶
      4   تخصصي LA863 مونوګراف ۷
      1   پوهنتونشمول LA864 اسلامي ثقافت (۸) ۸
      1   اختياري LA865 عدلي طب ۹
        LA866 د بانګدارۍ حقوق ۱۰
      21 په اتم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه

۲) اداره او ديپلوماسۍ څانګه

د ادارې او ديپلوماسۍ څانګه چې د تأسيس له نېټې راپدېخوا يې په فعاليت پيل کړی او د هېواد د سياسي او اداري نهادونو د بشري ځواک د اکتفاء لپاره د سالمو او په کار پوه اخشاصو په روزنه بوخته ده.

د ادارې او ديپلوماسۍ څانګه هم د دې مؤسسې او پوهنځي له تأسيس سره يو ځای په ۱۳۹۰هجري لمريز کال کې رامنځ ته شوې ده چې په ۱۳۹۳ لمريز کال په خپله خوښه دغې څانګې ته لومړۍ دوره محصلين جذب شول، ترڅو د ټولنې  د اړتياوو سره سم، ورزيده، متخصص او کاري کادرونه د هېواد په سياسي او اداري نهادونو کې د کار کولو په موخه وړاندې کړي.

الف) د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې اهداف

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي اداره او ديپلوماسۍ څانګه د لاندې اهدافو د ترلاسه کولو په موخه اکاډميک فعاليتونه ترسره کوي:

  • د هېواد د سياسي نهادونو د اداره کولو لپاره پر اسلامي او ملي روحيه سنبال کادرونه روزل؛
  • د هېواد د اداري نهادونو د اداره کولو لپاره پر اسلامي او ملي روحيه سنبال کادرونه روزل؛
  • په نړيوال سياسي، ديپلوماتيکي او قونسلي ډګر کې د کار کولو په موخه د کادرونو روزل؛
  • په سياسي او اداري برخو کې د ماهرو او مسلکي فارغانو په ورکولو سره د هېواد د سياسي او اداري نهادونو تقويه او ملاتړ کول؛
  • له سياسي، اداري او ديپلوماتيکي ادابو او نورو اړوندو موضوعاتو سره د محصلينو اشنا کول؛

ب) د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې د مضامينو کتګوري او فيصدي

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې مضامين په لاندې ډول کتګوري شوي او د هرې کتګورۍ مضامينو فيصدي يې په جلا جلا توګه واضح شوي دي.

د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې د مضامينو کتګوري د فيصدۍ له مخې

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په ادارې او ديپلوماسۍ څانګه کې په مجموعي ډول (۱۵۲)کرېډېټه د (۶۴) مضامينو په لمن کې رانغاړل شوي دي او په نظري او عملي ډول تدريسېږي.

د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې د مضامينو لړليک

پنځم سمستر/ ادارې او ديپلوماسۍ څانګه
      4   تخصصي LA534 نړيوال عمومي حقوق ۱
      4   تخصصي LA567 اداره او مديريت ۲
      3   تخصصي LA568 د ديپلوماسۍ تاريخ ۳
      4   تخصصي LA569 د اسلام سياسي نظام ۴
      4   تخصصي LA570 نړيوال سياستونه ۵
      1   پوهنتونشمول LA536 اسلامي ثقافت (۵) ۶
      1   اختياري LA537 محلي اداره ۷
        LA571 سياسي جغرافيه ۸
      21 په پنځم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
شپږم سمستر/ ادارې او ديپلوماسۍ څانګه
      3   تخصصي LA672 د نړيوالو اړيکو تاريخ ۱
      2   تخصصي LA673 د AF د بهرنيو اړيکو تاريخ ۲
      4   تخصصي LA641 د اساسي قانون تحليل ۳
      3   تخصصي LA647 بشر حقوق ۴
      4   تخصصي LA674 اساسي مقايسوي حقوق ۵
      3   تخصصي LA644 د نړيوالو معاهداتو حقوق ۶
      1   پوهنتونشمول LA645 اسلامي ثقافت (۶) ۷
      1   اختياري LA675 سياسي او اداري اصطلاحات ۸
        LA676 د نړيوالو شخړو حل ۹

اووم سمستر/ ادارې او ديپلوماسۍ څانګه
      4   تخصصي LA748 نړيوال جزايي حقوق ۱
      4   تخصصي LA777 نړيوال تجارت حقوق ۲
      4   تخصصي LA778 د اداري اجرااتو اصول ۳
      4   تخصصي LA779 نړيوال امنيت ۴
      3   تخصصي LA752 اداري حقوق ۵
      1   پوهنتونشمول LA754 اسلامي ثقافت (۷) ۶
      1   اختياري LA755 د څېړنې تګلاره ۷
        LA780 بشري منابعو مديريت ۸
      21 په اووم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
اتم سمستر/ ادارې او ديپلوماسۍ څانګه
      3   تخصصي LA881 نړيوالو اړيکو اصول ۱
      4   تخصصي LA882 ديپلوماتيک او قونسلي حقوق ۲
      3   تخصصي LA883 نړيول دفاعي تړونونه ۳
      3   تخصصي LA860 نړيوال خصوصي حقوق ۴
      2   تخصصي LA884 سياسي او اداري کلينيک ۵
      4   تخصصي LA863 مونوګراف ۶
      1   پوهنتونشمول LA864 اسلامي ثقافت (۸) ۷
      1   اختياري LA885 نړيوال بحري او فضايي حقوق ۸
        LA886 د نړۍ سياسي مسايل ۹
      21 په اتم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه

د يادونې وړ ده چې د لومړي سمستر څخه تر څلورم سمستره پورې په عمومي ډول دواړه څانګې يو ډول درسي مضامين او مفردات لري، ولې له پنځم سمستر څخه تر اتم سمستره پورې چې تخصصي بڼه لري، هره څانګه جلا جلا مضامين او مفردات تعقيبوي او ضمناً بايد يادونه وشي چې د څانګو وېش د درېيم تحصيلي کال په پيل کې صورت نيسي چې د پلان له مخې په يو وخت کې دواړه څانګې نه تشکيليږي بلکې په يو وخت کې يواځې يوه څانګه تشکيلېدای شي.

لومړی ــ د پوهنځي تأسيس

د قانون حاکميت، سالمه او منظمه اداره د هرې ټولنې له اساسي اړتياوو څخه ګڼل کيږي. ددې اړتيا د بشپړولو لپاره بېلابېل واحدونه کار کوي. د هېواد د لوړو زده کړو د مؤسساتو په اډانه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي، د قانون د حاکميت، سالمې ادارې او دې اهدافو ته د رسېدو په منظور د متخصصو، کارپوهو او مجربو کادرونو د رامنځ ته کولو په موخه ايجاد شوي دي.

 التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د دې مؤسسې له تاسيس سره يو ځای په ۱۳۹۰هجري لمريز کال کې رامنځ ته شوی دی چې لومړۍ دوره محصلين يې په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې جذب کړي دي بناءً دې پوهنځي عملاً په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې خپل فعاليتونه پيل کړي دي او تر دا مهاله په ښه کيفيت سره روان دي، ترڅو د ټولنې د اړتيا سره سم ورزيده، متخصص او کاري کادرونه د هېواد  سياسي، اداري، حقوقي، عدلي او قضايي اورګانونو کې د کار کولو په موخه وړاندې کړي. د يادونې وړ ده چې نوموړي پوهنځي تر دا مهاله په مجموعي توګه د ۵۷ انجونو په ګډون ۷۴۷ تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي او د ۲۹۵۵ تنو په حدودو کې محصلين په کې په زده کړو بوخت دي چې د تدريس چارې يې د ۳۵ تنو دايمي او ۲۰ تنو قراردادي استادانو لخوا پرمخ وړل کېږي. بايد ووايو چې له ماسترۍ سويې څخه په ټيټه کچه استادان شتون نه لري.

دويم ــ د پوهنځي لرليد، ماموريت او اهداف

حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ځانګړی لرليد، ماموريت او اهداف لري چې په لاندې ټکو کې ورته اشاره کوو.

۱) لرليد (Vision)

حقوقو او سياسي علومو پوهنځی هيله لري چې د غوره تيوريکي او عملي تدريس، علمي څېړنو او نورو اکاډميکو خدماتو په وړاندې کولو سره په عدلي، قضايي، حقوقي، سياسي او اداري برخو کې علمي او کاري کادرونه وروزي، ترڅو په نږدې راتلونکي کې د هېواد او سيمې په کچه د يو فعال او باوري اکاډميک بنسټ په توګه وپېژندل شي.

۲) ماموريت (Mission)

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ژمن دی چې د هېواد بچيانو ته غوره، مناسب او معياري تحصيلي چاپېريال او سهولتونه رامنځته کړي، ترڅو د خپلې خوښې وړ تحصيلي او تخصصي رشتو کې زده کړې بشپړې او د هېواد، سيمې او نړۍ د مختلفو برخو په بيارغوونه او انکشاف کې رغنده رول ولوبوي. همدارنګه  پوهنځی هوډ لري چې د شته ستونزو د حل او د نويو پرمختګونو په اړه څېړنې وکړي، ترڅو د غوره علمي چاپېريال په برابرولو سره، خپل تدريسي، علمي او تحصيلي رسالت په ښه شکل ترسره کړي.

۳) اهداف

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د لاندې اهدافو د ترلاسه کولو په موخه تشکيل شوی او په همدې بناء فعاليت کوي:

  • پر اسلامي، ملي او نړيوالو معيارونو برابر، په سياسي، اداري، حقوقي او قضايي برخو کې د علمي کادرونو روزل او ټولنې ته وړاندې کول؛
  • په سياسي، اداري، حقوقي، قضايي، مدني، تجارتي، جزايي او شخصيه احوالو برخو کې د تحصيلاتو زمينه برابرول؛
  • له شرعي او وضعي قوانينو سره د خلکو اشنا کول؛
  • د اسلامي، ملي او نړيوالو معيارونو سره سم ټولنې ته په اړوندو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول؛
  • د سياسي، اداري، حقوقي، قضايي او عدلي ارګانونولپاره د پياوړو کادرونو روزل او وړاندې کول؛
  • د هېواد له سياسي، اداري، حقوقي، قضايي او عدلي مفاهيمو او ځانګړتياوو سره اشنايي؛
  • د بېلابېلو سياسي، اداري، مدني، جزايي او تجارتي موضوعاتو څېړل او تحليلول؛
  • د سياسي، اداري او حقوقي علومو د پلي کولو وړتيا رامنځ ته کول؛
  • د اسلامي او ملي ارزښتونو په نظر کې نيولو سره په نړيوالو اصولو برابر درسي کريکولم برابرول او تعقيبول؛
  • د حق پېژندل او د قانون په چوکاټ کې د خپلو او نورو خلکو د حقوقو د غوښتنې وړتيا ته وده ورکول او ملاتړ يې کول؛
  • په سياسي او حقوقي برخو کې د محصلينو د نوښت، ليکنې، څېړنې او تحليل وړتيا ته وده ورکول.
  • په سياسي، اداري، حقوقي او قضايي برخو کې علمي څېړنې ترسره کول او ورته وده ورکول.

درېيم ــ  د شموليت شرايط

د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم، د لوړو زده کړو ټولو دولتي او نادولتي پوهنتومؤسسو ته شموليت د کانکور له لارې صورت نيسي.

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته هم شموليت د کانکور د ازموينې له لارې صورت نيسي. د کانکور په ازموينه کې د ګډون لپاره لاندې شرايط وضع شوي دي:

  • د تابعيت تذکره درلودل.
  • د مؤسسې ادارې ته څلور قطعې عکسونه وړاندې کول.
  • د دولسم ټولګي شهادت نامه او د لېسې دورې د درې کلنو نومرو وړاندې کول چې د پوهنې له وزارت څخه يې تائيد ترلاسه شوی وي.
  • د کانکور په ازموينه کې د ياد پوهنځي د يوې څانګې انتخابول.
  • د کانکور په ازموينه کې د برياليتوب نومرې ترلاسه کول.

څلورم ــ د فيسونو اندازه او اسانتياوې

څرنګه چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپلو امورو د پر مخ بيولو لپاره لازمو مالي امکاناتو ته اړتيا لري او دغه اړتياوې د محصلينو د فيسونو پرمټ بسيا کېدای شي. په همدې موخه ياد پوهنځی خپلو محصلينو ته د ټاکلي فيس په مقابل کې اکاډميک خدمات وړاندې کوي. فيسونه د وخت او دورې په تغير سره تغير کوي.

همدارنګه د محصلينو د علمي سويې د ارتقاء او علمي منابعو ته د لاس رسۍ په موخه په پوهنځي لاندې اسانتياوې شتون لري:

  • وړيا Wi-Fi لرونکی انټرنيټ.
  • مجهز کتابتون.
  • د عملي زده کړو په موخه له بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو سره د انترنشيپ تفاهمنامې.
  • د عملي زده  کړو په موخه حقوقي کلينک.
  • تطبيقات.
  • ښځينه محصلينو لپاره ټرانسپورټ.
  • پر LED سنبال درسي خونې.

پنځم ــ د زده کړې موده او وختونه

د زده کړې مودې او درسي وختونو ته په لاندې ټکو اشاره کوو:

۱) د زده کړې موده

د کريډيت لايحې له احکامو سره سم د حقوقو او سياسي علومو  په پوهنځي کې د تحصيل موده په اوسط ډول څلور تحصيلي کاله ده چې په ټول هېواد کې د لېسانس دورې لپاره همدا څلور کاله اوسط حد ټاکل شوی دی.

د لېسانس د تحصيل ټوله دوره په  ۸ سمسترونو کې پای ته رسيږي.

هر تحصيلي سمستر  ۱۶ درسي اونۍ درسي بهير او حد اکثر درې اونۍ ازموينې په بر کې نيسي، بناءً يو  تحصيلي سمستر زيات نه زيات په  ۱۹ درسي اونيو کې پای ته رسيږي.

پر دې سربېره د ستونزو د موجوديت په صورت کې لېسانس دوره تر ۲ نورو کلونو هم غځېدلی شي يعنې د لېسانس ټوله دوره بايد حد اکثر په شپږو کلونو کې پای ته ورسيږي، که څوک په دې موده کې د لېسانس د سند په ترلاسه کولو بريالی نه شي له پوهنځي څخه په دايمي ډول اخراجيږي.

لومړي دوه کلونه محصلين په عمومي ډول زده کړې کوي او وروستي دوه کلونه تخصصي دي چې محصلين د خپل ذوق مطابق په يوه رشته کې زده کړې کوي.

۲) د درسي بهير وختونه

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي درسي وختونه په دوه دورو وېشل شوي دي چې يوه يې سهارنۍ او بله يې ماښامنۍ دوره ده، خو د غوره درسي کيفيت په درلودلو سره د مراجعينو په شمېر کې ورځ تر بلې زياتوالی رامنځته کېږي، په همدې بناء د پوهنځي د ادارې په غوښتنه او د يادې مؤسسې د رهبرۍ په مشوره نوموړې دوه دورې د ورځې په جريان کې په څلورو مختلفو وختونو کې تنظيم شوي دي چې په لاندې ډول دي:

الف) سهارنۍ دوره

معمولاً د سهارنۍ دورې درسي وخت په (8:00AM-11:11:00AM) کې تنظيم شوی، خو د دې دورې د محصلينو د شمېر زياتوالي ته په کتو سره، يو شمېر صنفونه په (6:00AM-9:00AM) کې هم تنظيم شوي دي.

ب) ماښامنۍ دوره

 د ماښامنۍ دورې محصلينو درسي وخت په (4:00PM-7:00PM) کې تنظيم شوی دی، ولې داچې د محصلينو شمېر يې زيات دی، په همدې خاطر ځيني صنفونه په (1:00PM-4:00PM) کې هم تظيم شوي دي.

بايد يادونه وشي چې د کريډيټونو شمېر ته په کتو سره دا ساعتونه کله کله بدلون مومي او اضافه کېدای شي.

شپږم ــ د زده کړې سيستم او ددې سيستم عمومي اصول

د حقوقو او سياسي علومو  په پوهنځي کې زده کړه د کريډټ سيستم مطابق ترسره کيږي.

نوموړی سيستم د لوړو زده کړو په بهير کې يو نوی او پرمختللی سيستم دی چې  هدف يې محصل ته د تحصيل په بهير کې د پراخو امکاناتو برابرول او د تدريس پخوانی سيستم له منځه وړل دي، په دې سيستم کې محصل د يو کتاب د مطالعې پر ځای د اضافه مطالعې پر لور هڅول کيږي او د لکچر د ارايې پر ځای د تدريس له عصري او نويو ميتودونو څخه کار اخيستل کيږي.

کريډت يو درسي واحد دی چې له مخې يې په ټوله تحصيلي دوره کې د هر مضمون برخه ټاکل کيږي. يو کريډټ له ۱۶ درسي ساعتونو سره برابر دی چې هر درسي ساعت ۵۰ دقيقې وخت په بر کې نيسي.

ددې سيستم له مخې د هر سمستر په نهايي ازموينو کې د ګډون لپاره (۷۵) فيصده حاضري يو لازمي امر دی. ددې سيستم په درسي نصاب کې مضامين پر څلورو کتګوريو وېشل شوي دي چې عبارت دي له: (۱- اساسي مضامين ۲- تخصصي مضامين ۳- پوهنتون شموله مضامين ۴- اختياري مضامين)

په هر سمستر کې د محصل درسي مکلفيت د (۱۷ – ۲۱) کريډيټونو ترمنځ وي.

محصل هغه وخت بل سمستر ته ارتقاء کولی شي چې د سمستر نيمايي کريډيټونه تکميل کړي. که يو محصل له نيمايي نه په زياتو کريډيټونو کې ناکام، محروم يا غايب شي د ټول سمستر ناکام ګڼل کيږي. دوه ځلې په عين سمستر کې له نيمايي نه په زياتو کريډيټونو کې ناکامي د محصل د دايمي اخراج سبب ګرځي.

د مضمون د کاميابۍ لپاره د (۵۵) نومرو ترلاسه کول اړين شرط دی، ددې تر څنګ په هر سمستر کې د (۶۰) فيصده عمومي اوسط ترلاسه کول هم ضروري دي. په لومړي ځل د عمومي اوسط نه پوره کول د اخطار سبب ګرځي او که دويم ځل په ورپسې سمستر کې بيا هم پورتنی اوسط تکميل نه شي د محصل د اخراج سبب ګرځي.

په دويم چانس کې له يو نه په زياتو مضامينو کې ناکامي د ټول سمستر د ناکامۍ سبب ګرځي او په درېيم چانس کې ناکامي په دايمي ډول د پوهنځي څخه د اخراج سبب ګرځي په دې شرط چې ناکامي په اختياري او پوهنتون شموله مضامينو کې نه وي.

اووم ــ د انټرنشيپ، ستاژ او علمي سيرونو څرنګوالی

همدارنګه بايد يادونه وشي چې خوشبختانه التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د مختلفو عدلي، قضايي، سياسي، اداري او نورو اړوندو اداري واحدونو سره د محصلينو د عملي زده کړو او انټرنشيپ په تړاو تفاهمنامې لاسليک کړي دي چې په دې برخه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په ځانګړي توګه د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې محصلين ورته معرفي کېږي. د مختلفو علمي  او اکاډميکو څېړنو په موخه د علمي سفرونو لړۍ هم پيل شوې ده چې د استادانو په ګډون ګڼ شمېر محصلين ترې استفاده کولای شي.

اتم ــ نظم او ډسپلين

د پوهنځي ټول محصلين بايد د لاندېنيو ټکو عملي کولو ته ژمن و اوسي:

۱) د اسلام د مقدس دين ټولو اساساتو ته پابندي او درناوی کول. ۲) د هېواد د اساسي قانون او نورو قوانينو رعايتول. ۳) د لوړو زده کړو وزارت ټولو لوايحو، مقرراتو، مصوبو او پرېکړو منل. ۴) د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري هیئت، استادانو او ټولو منصوبينو احترام کول. ۵) د بيان ازادۍ ټول منل شوي نورمونه په نظر کې نيول. ۶) ټولو محصلينو ته متقابل احترام او خپلو ټولګيوالو سره متقابلې نېکې اړيکې درلودل. ۷) په درسي ټولګيو او د مؤسسې په داخل کې د نظم او ډسپلين اصول رعايتول. ۸) د مؤسسې د ادارې سره په نظافت او پاکۍ کې لازمه همکاري کول. ۹) د هر ډول بشري ضد او تخريبي اعمالو څخه په کلکه ډډه کول. ۱۰) د هر ډول نشه يي توکو د کارولو او راوړلو څخه په کلکه ډډه کول. ۱۱) داسې لباسونه چې د افغاني کلتور سره په مغايرت کې دي نه اغوستل. ۱۲) د مؤسسې په داخل کې د سينګار توکو نه کارول. ۱۳) په رسمي اوقاتو کې د مؤسسې په انګړ کې پرته له اړتيا ګرځېدو څخه په کلکه ډډه کول. ۱۴) د مؤسسې په داخل کې د هر ډول سياسي او ګوندي فعاليتونو څخه ډډه کول. ۱۵) د هر ډول بې نظمۍ، ګډوډۍ او سخت برخورد څخه د مؤسسې په داخل کې ځان ساتل. ۱۶) د مؤسسې د اړوندو وسايلو او لوازمو ساتنه کول. ۱۷) د مؤسسې په سرسبزۍ او ښېرازۍ کې د ادارې سره هراړخيزه مرسته کول. ۱۸) په نظامي درېشۍ او لباس کې مؤسسې ته نه داخلېدل. ۱۹) مؤسسې ته د هېڅ ډول وسلې نه راوړل. ۲۰) په ټاکلي وخت فيسونه تصفيه کول. ۲۱) په ټولګي کې موبايل او نور غږيز وسايل بند ساتل. ۲۲) په ټاکلي وخت درس ته حاضرېدل (که ۱۶ دقيقې ناوخته راغی ټولګي ته نه پرېښودل کېږي). ۲۳) د تفريح وخت کې د نورو د درسي بهير مزاحمت نه کول. ۲۴) خپله اړونده موضوع اړوندو څانګو ته وړاندې کول (سلسله مراتب رعايتول).